زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/10 - 00:20:0 FA | AR | PS | EN
د هند کرکت لوبدله د چمپینز ټرافي اتل شو             حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی             ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود            

تاريخ النشر: 2024/04/04 - 04:33:4
زيارة: 243
مشاركة مع الـأصدقاء

پاکستاني طالبان او حکومت دې په خپلو کې روغه وکړي
 پاکستاني طالبان او حکومت دې په خپلو کې روغه وکړي

انصار: ( د وری 16مه)، د طالبانو د کورنیو چارو مرستیال وزیر محمد نبي عمري پاکستان کې د نا امنیو له ډېرېدو وروسته چې ډېر وخت یې پړه پر افغان لوري اچول کېږي، پاکستاني طالبانو ته وړاندیز کړی چې حکومت سره د سولې خبرو له لارې ستونزې حل کړي.

نوموړي په خوست کې د یوې وینا پرمهال ویلي: د جګړې زیانونو ته په کتو چې هېواد ورانوي او اقتصاد خرابوي، د پاکستان حکومت او هغو ’وروڼو’ ته چې له دوی سره جنګېږي مشوره ورکوي.

هغه د وړاندیز په ډول ویلي: پخپل منځ کې سره جوړ شئ، مذاکرات وکړئ او روغه جوړه سره وکړئ.

نبي عمري چې له دې مخکې د خوست او لوګر والي هم پاتې وو، د پاکستان په اړه دا څرګندونې د ګډ روژه ماتي په نوم یوه ولسي غونډه کې کړي.

د خوستیو ځوانانو د یووالي ګډ روژه ماتی بیګا د خوست په مرکز یوه ورزشي لوبغالي کې جوړ شوی و.

ویل کېږي په دې روژه ماتي کې تر سلګونو کسانو برخه لرله. په دې غونډه کې د عامو خلکو او ځینې طالب چارواکو تر څنګ کم عمره یو شمېر نجونو هم ګډون کړی و.

پاکستان بشام کې په چینایايي انجینرانو برید هم په طالبانو اچولی پداسې حال کې چې پاکستاني طالبانو دې برید کې هر ډول لاس درلودل رد کړي.

د طالبانو دکورنیو چارو مرستیال وزیر په دې ناسته کې د پاکستان سره جنګېدونکو وسله والو ته د وروڼو خطاب کړی، هغه چې د پاکستان حکومت یې اورپکي بولي.

هغه ویلي: مونږ د دوی په کار کې کار نه لرو، خو مشوره مو ورته دا ده چې که سل کاله هم وجنګېږئ او وزیران هم شی، مونږ څه پروا نه لرو خو دا چې ستاسې جګړه دلته مونږ ته ستونزې جوړوي او د اور بڅرکي افغانستان ته راځي.

نبي عمري داسې مهال پاکستاني طالبانو ته د سوله ییزې لارې خپلولو وړاندیز کړی چې خپله پاکستان له پاکستاني طالبانو سره د سولې خبرې ځنډولې او د جګړې له لارې د وسله والو د ختمولو ګواښ کوي.

له دې مخکې د پاکستاني طالبانو او پاکستاني حکومت تر منځ په کابل کې د افغان طالبانو په کوربه توب د سولې څو پړاوه خبرې بې پایلې پای ته رسېدلې وې. پاکستاني طالبانو دا وروستیو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د طالبانو دغه چارواکی خوست کې د پاکستان په اړه غږېده، چېرې چې پاکستان تېره میاشت هوايي برید هم کړی و.

پاکستان بیا لکه د تل ډېر وخت ادعا کوي چې له افغانستانه زیانمن دی او د دوی په ټکو د افغانستان خاوره د دوی په ضد کارېږي.

دا ادعا افغانستان کې واکمنو طالبانو بیا بیا رد کړې او وايي هیچاته له افغانستان څخه کوم ګواښ نه دی متوجې.

پاکستاني طالبانو د دغه طالب چارواکي وړاندیز په اړه لا څه نه دي ویلي خو پاکستان کې یوازې طالبان په ناامنیو کې ښکیل نه بلل کېږي بلکې د بلوڅ وسله والو تر څنګ څو نورې ډلې هم شته چې وخت نا وخت بریدونه کوي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30932






*
*

*



قرأ

د سوریی په نښتو کې له زرو ډېر کسان وژل شوي دي


حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی


افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي


د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه


ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي


بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی


د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي


د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي


اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود


ټرمپ پر طالبانو د فشار د نویو حربو په لټه کې دی


اروپايي هیوادونو د زیلینسکي کلک ملاتړ وکړ


د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د دریځ نه یووالي دا ډله زړوره کړې ده


ایران د اتومي وسلې جوړولو ته نژدې شوی


ټرمپ د افغانستان تېروتنه په اوکراین کې تکراروي


افغان نجونې د افغانستان، اسلام او نړۍ بقاء لپاره جنګېږي


له حقونو د ښځو محرومول، د هغوی انسانيت تر پوښتنې لاندي راوستل دی


قطر له سوریې سره دیپلوماتیکې اړیکې پیلوي


د پاکستان د پوځ د بې ساري تسلیمۍ ۵۳ کاله پوره شول


د اسراییل پوځ د سوریې تاسیسات یو په بل پسې ورانوي


طالبانو د ښځو حقونو سرغړونې نورې هم زیاتې کړي


نن د افغانستان پر وضعیت امنیت شورا غړي غونډه لري


د زلمي خلیلزاد ټویټ پاکستانیان سخت په غوسه کړي دي


د روسیې د استازو جرګې د ترهګرو له لیسته د طالبانو د نوم ایستلو ته رایه ورکړه


د سوریې د اسلامپالو بری نړیوالو ته د اسلام او افغانانو په اړه څه پیغام لري؟


د دوو هیوادونو د چارواکو د سفرونو لار به هواره کړم